- Global Voices پښتو کې - https://ps.globalvoices.org -

د پېښور آرمي پبلک سکول کې د ماشومانو وژل کېدو یو کال وروسته په ټوټر یو هېش ټېګ

برخې: Citizen Media

پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ۱۴۱ کسانو، چې ۱۳۲ ورکې د دغه ښوونځي زده کوونکي وو، د وژل کېدو یو کال تېرېدو وروسته نن (دسمبر ۱۶) په ټوټر د askGHQonAPS په نوم یو هېش ټېګ جوړ شوی چې ډېری لیکونکي ورکې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان دولت، په خاصه د پاکستان د پوځ، په تګلاره نیوکې کوي.

په دغه هېش ټېګ کې د خېبر پښتونخوا حکومت هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی چې پرون يې اعلان وکړ چې د پېښې پلټنو په اړه به کوم عدالتي کمېسیون نه ټاکي.

د ډان خبري وېبپاڼې له مخې د خېبر پښتونخوا د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال مشتاق عني ویلي دي، “په تېرو کلونو کې نور هم ډېرو حساسو ادارو باندې بریدونه شوي دي خو په اړه یې هېڅ عدالتي پلټنې نه دي ترسره شوي”.

یو لیکوال پوښتنه کوي چې ولې دې دا کمیسون جوړ نه شي:

د طارق افغان په نوم یو فعال وايي:

د ډېرو فعالانو د نیوکو نښه د پاکستان پوځ دی چې دوی ترې غواړي د ترهګرۍ په ضد خپله تګلاره بدله کړي.